په بلخ ولایت کې نږدې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۴:۳۹
xcvbxcv

د بلخ ولایت امنیې قوماندانۍ منسوبینو ۱۹۵ هغو اړمنو او سوالګرو کورنیو ته، چې د ټاکل شوې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، د ۱۲ قلمه خوراکي توکو مرسته ووېشله.

په دغو مرستو کې اوړه، وطنۍ وريجې، لوبیا، غوړي، بوره، مکروني، چای او نور لومړني خوراکي توکي شامل وو. دغه مرسته د بېوزلو کورنیو د ملاتړ په موخه ترسره شوې او دا لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام ولري.