په بلخ ولایت کې د غلو څلور کسیزه ډله ونیول شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲۲
سیبشب

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د مزارشریف ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده. یادو کسانو پلان درلود چې په بېلابېلو سیمو کې غلاوې وکړي.

نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.