په بغلان کې د داعش ترهګرې ډلې یو مهم غړی ووژل شو.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۴ - ۱۱:۱۱
c

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په بغلان ولایت کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي.
یاد عملیات د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ په سیداباد کلي کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د داعش ترهګرې ډلې د یو مهم غړي "مفتي اوزبېک" په ګډون د دې ډلې څلور نور غړي هم وژل شوي دي.
مفتي اوزبېک د ترهګریزو پېښو د طرح کولو سربېره، په منځنۍ اسیا کې د داعش ترهګرې ډلې د مالي ملاتړ دنده هم په غاړه لرله. له یادو کسانو یو شمېر جګړه ییز توکي او مهمات هم نیول شوي دي.