په بغلان او کندوز ولایتونو کې له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۲۲
ASDAF

​د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، په دغه ولایت کې ۲۰۰ هغو اړمنو کورنیو او سوالګرو ته چې د موظفې کمېټې له لوري مستحق پېژندل شوي وو، ۴۵۰۰ افغانۍ نغده مرسته ووېشله.
​بلخوا، په کندوز ولایت کې هم ۵۰ نورو اړمنو او سوالګرو کورنیو د دغه ولایت د پولیسو له لوري خوراکي توکي لکه وړه، وریجې، غوړي، چای، بوره او نور توکي ترلاسه کړل.