په بدخشان کې یو تن د ۳۱ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاقو په تړاو نیول شوی

د بدخشان امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یو تن ددغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د ۳۱ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو نیولی.
نیول شوی کس له لومړنیو څيړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی.