په بدخشان ولایت کې ۲۴۲ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۱۱
شسیشی

د بدخشان ولایت امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې قطعې ځواکونو د دغه ولایت د پل‌بیګم او تشکان سیمو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال، په یوې نقلیه وسیلې او یوه استوګنیز کور کې ۲۴۲ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط کړل.

د دې قضیې په تړاو ۹ تنه هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.