په بدخشان ولایت کې د ۳۲ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یو تن د دې ولایت په پلبیګم سیمه کې له ۳۲ کیلوګرامه نشه يي توکو سره یوځای نیولی دی، چې یاد توکي یې په مهارت سره په یوه موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې قاچاق یې کړي.