په بدخشان او نیمروز ولایتونو کې ۳۵ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۲۴
adfasdf

د شرطې ځواکونو د جلا جلا اقداماتو په پایله کې، د بدخشان ولایت په تشکان ولسوالۍ کې ۲۵ کیلوګرامه او د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط کړي دي.

د یادو توکو د قاچاق په تړاو شپږ تنه هم نیول شوي چې د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.