په بالامرغاب کې د تهاجمي عملیاتو دوهم پړاو پیل شو
دوشنبه، د وري ۱۹ مه ۱۳۹۷
له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې د امنیتي ځواکونو د تهاجمي عملیاتو دوهم پړاو پیل شوی، چې د عملیاتو په دې پړاو کې؛ ځمکني ځواکونه، کمانډو، د پولیسو ځانګړي ځواکونو او ملي امنیت ګډون لري.
تر اوسه د دې عملیاتو په ترڅ کې ۹۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
همداراز د عملیاتو په لړ کې د دښمن یو ډېر شمېر وسلې، مهمات او واسطې له منځه تللې او یو شمېر نورې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته لوېدلې دي.
د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په ناامنه برخو کې د ترهګرو طالبانو د ځپلو په موخه د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري او دا عملیات به د دې ولسوالۍ د ناامنه برخو د چاڼ په برخه کې نور هم دوام پیدا کړي.
له بده مرغه د نښتو په لړ کې د ملي پولیسو څلور تنه چې په ډېر مېړانه د دښمن په وړاندې جنګېدلي؛ په شهادت رسېدلي او ۲۴ نور یې ټپیان شوي دي.