په بادغیس ولایت کې ۲۴۶ بېوزلو کسانو ته نغدي مرسته ووېشل شوه
د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان پر بنسټ، د بادغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د نږدې ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۲۴۶ بېوزلو او مستحقو کسانو ته نغدي مرستې ووېشلې.
یاد کسان چې یو شمېر یې د دې ولایت په مرکز قلعهنو ښار کې سوال کاوه، د امنیتي ځواکونو له لوري راټول شوي او د موظفې کمېټې له خوا مستحق پېژندل شوي وو.