پنځو ولایتونو کې ۲۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.
د ملي پولیسو منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ۲۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو له کابل، هرات، بلخ، هلمند او فاریاب ولایتونو څخه نیولي دي.
دا کسان یې د بېلابېلو جرمونو لکه: له کورونو وسله واله غلا، د نقلیه وسایطو غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږد، لار نیونې، شکونې، جنسي تېري، د ځمکې غصب او وژنې په تور نیولي دي.
له یادو کسانو څخه څو میله بېلابېلې وسلې او یو شمېر نور غلا شوي اجناس او وسایط د پولیسو لاسته ورغلي او دا مالونو د پولیسو لخوا بېرته څښتنو ته یې سپارل شوي دي.