پنځو ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۱:۲۷
sadfas

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په پنځو ولایتونو کې ۲۱ شکمن کسان د غلا، ځورونو، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جرمونو په تړاو نیولي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، ۱۳ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، دوه تنه د غلا په تړاو په غزني، دوه تنه په هرات، یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په پروان او درې تنه د خلکو د ځورولو په تړاو د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.