پنځو ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي
د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په جوزجان، پکتیا، هرات، غزني او بلخ ولایتونو کې ۱۸ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د نیول شوو کسانو لهمنځه، اته تنه د قمار په تړاو په جوزجان، څلور تنه د وژنې په تړاو په پکتیا، څلور تنه د اسنادو د جعل په تړاو په هرات او دوه نور د غلا په تړاو په بلخ او غزني ولایتونو کې نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.