پنځو ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۳ تنه د نشه‌يي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۳۶
asdfas

د کورنیو چارو وزارت نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو پایله کې په هلمند، لغمان، پکتیا او خوست ولایتونو کې ۱۳ تنه د نشه‌یي توکو د پلور او لېږدولو په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو څلور کیلو ګرامه شیشه، یو اندازه تریاک او نشه‌يي ټابلیټونه هم ترلاسه شوي دي.
همداراز نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو د پروسس یو کارخونه موندلې او سوځولې ده.