پنځو ولایتوتو کې پولیسو ۲۲ تنه د غلا او قتل په تړاو نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هرات، پروان، غزني، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې ۲۲ تنه د غلاوو او قتل په تړاو نیولي دي.
د نیول شوو کسانو لهمنځه، نهه تنه په هرات، اته تنه په پروان، دوه تنه په غزني، دوه تنه په فاریاب او یو تن د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.