پنجشېر کې ۸۸ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

تېره ورځ د پنجشېر ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو درې تنه د رخې ولسوالۍ له اړوند سیمو د ۸۸ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یاد نشه يي توکي د چرسو له ډوله دي او لېږدوونکو یې غوښتل د یوې نقلیه واسطې په وسیله یې کابل ته ولېږدوي.