پنجشیر کې د کورنیو چارو وزارت له لورې دوه مسجدونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۸
شسیبشسب

د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو لوی رياست له لوري د پنجشېر ولايت د حصې اول ولسوالۍ او د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ په انګړ کې د ۷ ميليونه افغانيو په لګښت دوه عصري او معياري محراب‌لرونکي مسجدونه جوړ او د پنجشېر والي ښاغلي الحاج حافظ محمد آغا حکيم او د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو عمومي رئيس ښاغلي مولوي عنايت‌الله رشيد له لوري، د علماوو، قومي متنفذينو او سیمه‌ییزو مسؤلينو په حضور کې ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شول.

 ياد مسجدونه د څه باندې ۲۰۰ او ۳۵۰ لمونځ‌کوونکو د ځايېدو وړتيا لري چې دا پروژه د اسلامي امارت د رهبرۍ تر لارښوونو لاندې د ديني ارزښتونو د ترويج، اسلامي نظام د ټينګښت او په دولتي ادارو کې د عبادت د اسانتياوو د برابرولو په موخه د کورنيو چارو وزارت د رغنيزو هڅو څرګندونه کوي.