پنجشیر کې به له دې وروسته د امنیت ټینګښت نورهم پیاوړی شي

د ولسونو د لا ښه امنیت او ارامۍ لپاره د پنجشیر ولایت په مختلفو سیمو کې امنیتي کمرې ولګول شوې.
د پرانیستې په مراسمو کې یې چې په یاد ولایت کې ترسره شول د پنجشیر امنيه قوماندان الحاج قاري احمدالله بدر د کورنیو چارو وزارت د مخابرې او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست نظامي مرستیال مل پاسوال انجینر صلاح الدین او یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.
په پنجشیر کې د امنیتي کمرو له نصب او لګولو وروسته به د جنایي جرمونو کچه نوره هم راټیټه شي.