پر کابل ښار د یوه توغندي له توغونې او د هېواد په څلورو ولایتونو کې له شپږو ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۰:۴۰
8

د سرپل، لغمان، ننګرهار او نیمروز ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د شپږ کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
له دې منځه؛ په سرپل کې درې کړۍ ماینونه، د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې یو کړۍ ماین، د نیمروز په زرنج ښار کې یو کړۍ ماین او د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې هم یو کړۍ ماین کشف او له منځه وړل شوي دي.
په همدې حال کې؛ د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې هم یو ډز توغندی چې د ترهګرو طالبانو لخوا د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای شوی و، کشف او له چاودنې یې مخنیوی شوی دی.
بلخوا؛ د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې ۱۹ قبضې لاسي بمونه چې د ترورېستي پېښې په پار ځای پر ځای شوي وو، د پولیسو لخوا کشف او ترلاسه شوي دي.