پروان کې ۶ تنه د دوکې او کريډيټ کارتونو د غلا په تړاو ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۴
asdfasf

د پروان امنیې قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د شپږ کسو یوه ډله نیولې چې خلکو ته یې ځانونه د مخابراتي شبکو استازي معرفي کول او د بریالي کېدو په صورت کې یې د دروغو د ډالیو په نوم کریډیټ غلا کول.

له نیول شوو کسانو څخه پولیسو ۴۰ سیمکارټونه او ۱۹ مبایلونه هم ترلاسه کړي دي.
د یادو غلو دوسیه تر څېړنې لاندې ده چې له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.