پروان کې ۱۴ لیتره الکولي څښاک کشف او ضبط شول.
له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په پروان ولایت کې ۱۴ لیتره الکولي څښاک کشف او ضبط کړي.
پولیسو د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې له یوه کوره دننه د ۱۴ لیترو الکولي څښاکو سربېره څلور کړۍ لاسي بمونه او د شراب جوړونې یو شمېر وسایل هم نیولي دي.
د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.