پروان کې پنځه تنه د ځمکې غصب په تړاو ونیول شول

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د چاریکار ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د دولتي ځمکو د غصب په تړاو نیولي دي.
همداراز د یو بل عملیات په لړ کې پولیسو هغه دوه تنه نیولي، چې د ګولیو د ډزو په ترڅ کې یې د چاریکار ښار د دویمې ناحیې دوه اوسېدونکي ټپيان کړي وو.