پروان کې نږدې ۱۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۸:۵۰
2

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د جبل السراج ولسوالۍ په "تاجکان" کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو تن د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
نیول شوي کس ۹۱ کیلو ګرامه چرس په یوې لېږدوونکې واسطې کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې ښار ته دننه یې قاچاق کړي.