پروان کې د یو سوداګر سلګونه زره غلا شوې افغانۍ بېرته ور وسپارل شوې

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۹:۳۷
ASDFAS

د پروان امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو د دې ولایت د باګرام ولسوالۍ په قلعه نصروي سیمه کې د یو پلټونکي او چاڼيز عملیات پایله کې د یو سوداګر ۳۶۵ زره افغانۍ او ۲۰۰ امریکايي ډالر چې څه موده وړاندې ترې نامعلومو کسانو غلا کړې وې موندلي او سوداګر ته یې سپارلي دي.
په دې تړاو یو تن له یو میل کلاشینکوف او یو کرولا موټر سره نیول شوی چې د نورو معلوماتو او په قضیه کې د نورو ښکېلو کسانو د موندلو په موخه ترې څېړنې روانې دي.