پروان کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه کشف او ضبط شوه

د پروان ولایت امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو د دقیقو کشفي معلوماتو پر بنسټ، د سرخ پارسا ولسوالۍ اړوند لولنج سیمه کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه کشف کړې ده.
امنیتي ځواکونو له یادې زیرمې څخه لسګونه میله بېلابېل ډولونه وسلې او سلګونه فیره مرمۍ ترلاسه کړي، چې پکې یو میل پیکا، دهشکه، کرینکوف، څلور میله کلاشینکوفونه، کلهکوف، یو میل M4، یو میل M40، یو میل M49، درې میله توپانچې، یو نارنجک ویشتونکی، ۱۶ کړۍ لاسي بمونه، ۴۴ شاجورونه، پنځه صندوقه د پیکا مرمۍ، ۳۵ د نارنجک ویشتونکي مرمۍ، ۱۲ د راکټ مرمۍ، ۵۰ دانې د ماینونو پټاقۍ، درې سولرې، پروجکټورونه او نور توکي شامل دي.
په دې تړاو یو شکمن کس نیول شوی او ترلاسه شوي وسلې د امنیه قومندانۍ مسؤلینو ته سپارل شوې دي.