پروان کې د نامسووله وسله والو دوه ډلمشران ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۴:۴۹
6

د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د سیدخېل ولسوالۍ په "کاکه خېل" کلي کې ځينې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د نامسووله وسله والو دوه ډلمشران چې په بېلابېلو جرمي قضیو په تېره بیا د وسله والو غلاو او د عامه امن او نظم د اخلال په ګڼو قضیو کې یې لاس درلود، نیولي دي.
یادو کسانو په سیدخېل ولسوالۍ کې د نامسووله وسله والو د یوې ۱۵ کسیزې ډلې مشري پر غاړه درلوده.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.