پروان کې د ترهګرو طالبانو مخکښ قوماندان میرګل او څلورو جنګیالیو ته یې مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په اشابه کلي کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې ځوابیه غبرګون ښودلی، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو مخکښ قوماندان میرګل وژل شوی او څلور ترهګر ټپیان شوي دي.
په دې نښته کې د ترهګرو طالبانو یو میل کلاشینکوف، یوه پرتله او یو اندازه مهمات د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته لوېدلي او د دوی برید یې په شا تمبولی دی.