پروان کې درې ماین خښوونکي او یو غیرمسووله وسله وال ونیول شول.

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې هغه ماین خښوونکي طالب ترهګر نیولي، چې غوښتل یې یو کړۍ ماین د کچالیو په بوریو کې د پروان مرکز ته ولېږدوي؛ د غوربند درې له اړوند سیمو ونیول شول.
د دې ترڅنګ؛ په سیدخېلو ولسوالۍ کې یو غیرمسووله وال چې یو شمېر نظامي او جنګي تسلېحات او چاودېدونکي توکي یې په خپل کور کې ساتل، نیولی دی.