٧ ولایتونو کې؛ لسګونه جریبه کوکنار ويجاړ او ٢١ کسان نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۷:۲۰
sartre

نشه یي توکو سره د مبارې پولیسو ۴۰ جریبه کوکنارد بدخشان ولایت په ارغنج خواه ولسوالۍ، ۳۰ جریبه د غور ولایت په پساپند ولسوالۍ اولسګونه جریبه نور د کاپیسا ولایت په کوه بند ولسوالۍ کې له منځه وړي دي.
همدارز، یادو پولیسو په څو جلا عملیاتو کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۱۰ تنه په خوست، ۸ تنه په هرات، دوه تنه په کابل او یو تن په دایکندي ولایت کې نیولی دی. پولیسو له نیول شویو کسانو ډول ډول نشه یي توکې هم ترلاسه کړي دي.