ولسي پولیسو د کابل ښار د دوو ناحیو له مېشتو سره بېلې غونډې جوړې کړې

نن د کورنیو چارو وزارت ولسي پولیسو د کابل ښار د ۱۱ او ۱۲ ناحیو د ولسي شوراګانو له مشر او وکیلانو، دیني عالمانو، مشرانو او سپین ږیرو سره غونډې وکړې.
د دې غونډې موخه کابل ښار کې د جنایي جرمونو د کمولو لپاره له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ جلب و.
د یادو ناحیو اوسېدونکو هم د امنیت د ښه والي په ځانګړې توګه د جنایي جرمونو د کموالۍ په برخه کې خپلې طرحې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
همداراز د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو مشرتابه هم د ۱۱ او ۱۲ ناحیو له استازو او مشرانو و غوښتل، څو د جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو له لارې خلک وپوهوي چې د جنایي جرمونو د کموالي او مخنیوي په برخه کې له خپلو پولیسو سره همکاري وکړي.