ولسمشریزو ټاکنو کې به خلک په ارامه فضا کې رایه وکاروي.

د هلمند ولایت امنیه قومندان سمونمل احسام الدین هلمندي وایي، افغان امنیتي ځواکونو د پوره وړتیا په لرلو سره د ټاکنو د ډاډمن امنیت په موخه په دې ولایت کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي او چمتو دي چې هر ډول امنیتي ګواښونه مهار کړي.
امنیه قوماندان زیاتوي، ټاکنې یوه ملي پروسه ده نو لازمه ده، چې په دې پروسه کې خلک پرته له وېرې په پراخه کچه او ارامه فضا کې رایې وکاروي.
ښاغلي هلمندي وویل په ډاډمنه فضا کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره یې د هلمند له ټولو دفاعي ځواکونو او امنیتي مسوولینو سره په همغږۍ کې امنیتي پلان جوړ کړی ترڅو په شرایطو برابر کسان وکولی شي په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي.