ولایتونو کې پولیسو ۲۸ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د بېلابېلو غلاوو، قمار او ناقانونه وسلو ساتلو په تړاو ۲۸ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
د نیول شوو کسانو لهمنځه، اته تنه د ۱۲ موټر سایکلونو، یو موټر او نورو جرمونو جنایي جرمونو په تړاو په هلمند، اوه تنه د جوارګرۍ په تړاو په کندوز، پنځه تنه د نظامي یونیفورم څخه په استفادې د وسله والې غلا په تړاو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې، درې تنه د دوو موټرسایکلونو د غلا او دوه تنه نور له ۱۷ کیلوګرامو چرسو سره په غزني، یو غل د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې او دوه تنه نور د ۶۷ زره او ۵۰۰ افغانیو د غلا په تړاو د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
همداراز، امنیتي ځواکونو د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې درې میله ناقانونه وسله کشف او ضبط کړې ده.