وضاحت

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۱ - ۹:۲۲

تیره ورځ د ځانګړو ځواکونو قطعې د کابل ولایت په میربچه کوټ کې د اخلالګرو په خلاف عمليات درلودل چې په پايله کې يې درې کسان ونيول شول یو کس چې له نيول کیدو وروسته يې د تیښتې هڅه وکړه د ځواکونو له لورې په نښه شو او ووژل شو.
وژل شوی کس بې ګناه نه ؤ او داسې اسناد شتون لري چې نیول شویو کسانو په ځينې شرارتونو او امنيتي پيښو کې لاس درلود.