وردګو کې ۱۸ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د میدان وردګو ولایت د میدان ښار-جلرېز پر لاره د پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د بادام سیمې لپاره د ترهګرو طالبانو سیمه ییز قومندان (صدام) هم شامل دی.