وردګو کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون شپږ ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د میدان وردګو ولایت په مرکزي سیمو کې یو لړ عملیات په لاره اچولي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر "نصرت" په ګډون شپږ ترهګر طالبان وژلي دي.
نصرت وردګو کې د ترهګرو طالبانو کلیدي غړی و، چې په بېلابېلو ترهګریزو پېښو او همداراز د ځانمرګو، چاودېدونکو توکو او جنګي تسلېحاتو په لېږد کې یې مهم نقش درلود.