وردګو کې دوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ په نورخېل کلي کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړي وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
له یادو کسانو څخه یو میل پیکا، یو میل راکټ، یوه پایه مخابره او یو شمېر مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.