هلمند کې ۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي
د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په ناوې ولسوالۍ کې له ترهګرو طالبانو سره دوه جلا نښتې کړې، چې په ترڅ کې يې ۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
ترهګر طالبان دې پر دې پوه شي، چې د جګړې له لارې نهشي کولای خپلو شومو موخو ته ورسېږي او پر وړاندې به یې افغان امنیتي ځواکونه په زغرده ولاړ وي.