هلمند کې ۳۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۹:۵۷
ب

تېره ورځ ترهګرو طالبانو غوښتل چې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په پارچاو سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.
د افغان ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم قومندان "سلما" په ګډون ۲۵ ترهګر طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د دې نښتې په پایله کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي او د ترهګرو نهه جسدونه د جګړې پر ډګر پاتې شوي دي.
د یادونې ده چې په یاده نښته کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.