هلمند کې ۳۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هلمند ولایت په نادعلي، ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې د افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ګډو افغان امنیتي او هوايي ځواکونو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په لړ کې ۲۳ ترهګر طالبان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
د دې عملیاتو پرمهال د ترهګرو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلې دي.
د یادونې ده چې د عملیاتو په لړ کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.