هلمند کې ۲۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۱۴:۳۵
d

د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۲۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
مارجه کې د عملیاتو پرمهال ۱۶ ترهګر طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.
د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې کمپ بازار، حاجي عبدالاحد، سرقاطب او حاجي عسکر اغا کلي او یو شمېر نورې سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.
په یادو عملیاتو کې ۲۹ کړۍ بېلابېل ماینونه هم کشف او شنډ شوي او د دښمن ۱۰ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
دې عملیاتو کې ګډو ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.