هلمند کې ۱۵ ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۹:۳۸

د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار او یو شمېر نورو سیمو کې افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکوو د ترهګرو طالبانو د ځپلو په موخه یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۵ ترهګر طالبان وژلي دي.
د یادو عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو یو شمېر پټنځایونه او دوه عرادې موټر له منځه وړل شوي، یو قبضه راکټ، پنځه پایې مخابرې، درې میله کلاشینکوفونه او پنځه عرادې موټر سایکلونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو انجینیرۍ ډلې ۲۵ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ کړي دي.