هلمند کې ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د هلمند امنیې قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا اقداماتو کې د یاد ولایت په مرکز او موسیکلا، باباجي او سنګین ولسوالیو کې ۱۳ تنه د بېلابېلو غلاوو په تړاو نیولي دي.
نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.