هلمند کې ۱۳۰ تنه د نشه یي توکو روږدي له بستر وروسته روغ شوي

د هلمند امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت ۱۳۰ روږدي کسان چې پخوا یې د یاد ولایت له بېلابېلو برخو راټول کړي وو او د یاد ولایت په ځایي روغتیایي مرکز کې بستر وو له درملنې او څو میاشتنې بستر وروسته روغ شوي دي.
یاد کسان د یوې ټاکل شوې کمېټې له لورې خپلور کورنیو ته وسپارل شول.