هلمند کې څلور ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۱ - ۸:۵۹
d

افغان ځواکونو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په حیدراباد سیمه کې یو لړ تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور ترهګر طالبان وژلي دي.
د افغان ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو څلور واړه جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې یې د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې په دې عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی رسيدلی.