هلمند کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو د څلورو پټنځایونو د له منځه وړو سربېره ۱۴ کړۍ بېلابېل ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی