هلمند کې په نشه‌يي تو کو کې کاریدونکې پنځه ټنه توکي او ۱۲۵ کیلو شیشه کشف او ونیول شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۳۶
zz

د هلمند امنیې قومندانۍ نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو پایله کې د ګرمسیر ولسوالۍ د صفار سیمې په مربوطاتو کې ۵ زره کیلو ګرامه په نشه‌یي توکو کې کاریدونکي توکي(نشادر) او په خانشین ولسوالۍ کې ۱۲۵ کیلو ګرامه شیشه چې په یو موټر کې په مهارت ځای په ځای شوې وه موندلي او ضبط کړي دي.
د قضیې په تړاو څلور تنه نیول شوي چې د پولیسو تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.