هلمند کې په تازه عملیاتو کې ۳۶ ترهګر طالبان ووژل شول

د هېواد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.
د لښکرګاه ښار په ناامنو سیمو کې د دوښمن د ځپلو په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات دوام لري او په نږدې راتلونکي کې به یادې سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شي.
د یادونې وړ ده چې په هوايي عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو څلور عرادې واسطې او درې میلیونه پاکستانۍ کلدارې هم له منځه تللې دي.