هلمند کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د نادعلي ولسوالۍ یو شمېر سیمې هم د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې او په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو ۲۳ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو عملیاتو پر مهال ملکي خلکو او افغان ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.