هلمند کې نهه وسله وال غله ونیول شول.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۴ - ۹:۱۷
ب

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو نهه وسله وال غله نیولي دي.
له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د لښکرګاه ښار په بېلابېلو برخو کې دا کسان د غلا پرمهال نیولي دي.
نیول شویو کسانو په هلمند کې په غلاو، شکونو او د خلکو په ځورونو کې لاس درلود.