هلمند کې نهه ترهګر طالبان ووژل شول.
د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې نهه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
نښته د نهرسراج ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ترهګرو طالبانو غوښتل د پولیسو پر امنیتي پوستو برید وکړي، چې د پولیسو له مقاومت سره مخ شول او په لړ کې یې نهه ترهګر طالبان ووژل شول.
د دې نښتې په پایله کې یو شمېر وسلې او مهمات د پولیسو لاسته ورغلي او یو شمېر نور یې له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده چې په یاده نښته کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.